گيان ولسوالۍ
گیان ولسوالۍ د افغانستان د پکتيکا ولايت یوه ولسوالۍ ده. په دغې ولسوالۍ کې د مېشتو خلکو شمېر ۴۲،۴۹۵ وگړو ته رسېږي.[۲]
Daud Haqmal's profile photo Daud Haqmal Shared publicly • Jan 1, 2014 گیان (کیان خیل) د گیانې ولسوالي په افغانستان کې د پکتیکا ولایت یوه سرحدي ولسوالي ده چه شمال خواته د خوست ولایت د سپیرې ولسوالۍ، ختیځ ته د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان ،جنوب ته یی د برمل ولسوالۍ، لویدیځ ته د ارگون د ولسوالۍ او شمال لویدیځ ته د زړوک د ولسوالۍ سره گډې پولې لري.
د گیانې په ولسوالۍ کې میشت خلک د ځدراڼو د قوم یوه برخه ده او د گیانخیلو په نوم یادیږي، د گیانې ولسوالي په ختیځ کې د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان سره تقریبآ ۲۰ کيلومتره گډه پوله لري،او له افغانستان څخه خیبرپښتونخوا ته لویه لاره هم له همدې ولسوالۍ څخه تیریږي، خو بدبختانه تر اوسه دغه لاره خامه ده، او پوخ (قیر) سړک وجود نه لري.
د گیانې ولسوالي یوه غرنۍ ولسوالي او په غرونو کې یی د نښتر، سرپ، څیړۍ او زڼغوزي وني په زیاته اندازه شتون لري.
د گیانې ولسوالي تقریبآ ۵۰۰۰۰ نفوس لري او خلک یی په کرنه او مالداري بوخت دي، کرنیز حاصلات یې جوار، غنم او اوربشې دي ، او اوبه یې د خلکو په واسطه د کیندلو شووو کاریزونو څخه په لاس راځي.
د گیانې ولسوالي ډیر په زړه پورې ځنگلونه او ښایسته منظرې لري. او زیاته برخه یی ځنگلونو پوښلې ده ، او دا د ولسوالۍ خلک د کرنې تر څنگ د ځنگلونو د میوو څخه هم ډیر عاید لاس ته راوړي.
د مثال په ډول تیر ۲۰۱۳ کال کې یی د زڼفوزیو عاید 9,000,000 $ میلیونه ډالر وو، او د غرونو غوره میوه یي هم زڼغوزي دي، د ځنگلونو د میوو تر څنگ د گیانې په ولسوالي کې مڼې ، مندتې (زردالو)، شفتالو ، بادام ، الوچې، چارمغز ، توت او انگور هم پیدا کیږي.
د گیانخیلو قوم یو پښتون، غیرتي او میلماپاله قوم دی ولې بدبختانه د معارف په برخه کې ډیر ورسته پاتې دي او دښمن همیشه کوښښ کړی دی چه دغه خلک له علم څخه لرې وساتي . او اوسني دولت هم په دا دولس کاله کې د ولسوالۍ ته کومه خاصه پاملرنه نده کړې.
څنگه مو چه مخکې ذکر کړل چه د گیانې ولسوالي د پښتونخوا د شمالي وزیرستان سره گډه پوله لري نو خلک یی هم پښتونخوا ته زیات تگ راتگ کوی او د ورځنیو ضرورتونو یو شمیر توکي له پښتونخوا څخه واردوي.
د گیانې ولسوالۍ خلک قومي جوړښت لري او دا قوم په خپل منځ کې ۹ خیلونه لري. ref> https://plus.google.com/106644562621933393198/posts/V7fw11BLR8V
دا هم وگورۍ
گیان (کیان خیل) د گیانې ولسوالي په افغانستان کې د پکتیکا ولایت یوه سرحدي ولسوالي ده چه شمال خواته د خوست ولایت د سپیرې ولسوالۍ، ختیځ ته د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان ،جنوب ته یی د برمل ولسوالۍ، لویدیځ ته د ارگون د ولسوالۍ او شمال لویدیځ ته د زړوک د ولسوالۍ سره گډې پولې لري. د گیانې په ولسوالۍ کې میشت خلک د ځدراڼو د قوم یوه برخه ده او د گیانخیلو په نوم یادیږي، د گیانې ولسوالي په ختیځ کې د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان سره تقریبآ ۲۰ کلومتره گډه پوله لري، او له افغانستان څخه خیبرپښتونخوا ته لویه لاره هم له همدې ولسوالۍ څخه تیریږي، خو بدبختانه تر اوسه دغه لاره خامه ده، او پوخ (قیر) سړک وجود نه لري. د گیانې ولسوالي یوه غرنۍ ولسوالي او په غرونو کې یی د نښتر، سرپ، سیړۍ او زڼغوزي ونې په زیاته اندازه شتون لري. د گیانې ولسوالي تقریبآ ۵۰۰۰۰ نفوس لري او خلک یی په کرنه او مالداري بوخت دي، کرنیز حاصلات یې جوار، غنم او اوربشې دي ، او اوبه یې د خلکو په واسطه د کیندلو شووو کاریزونو څخه په لاس راځي. د گیانې ولسوالي ډیر په زړه پورې ځنگلونه او ښایسته منظرې لري. او زیاته برخه یی ځنگلونو پوښلې ده ، او دا د ولسوالۍ خلک د کرنې تر څنگ د ځنگلونو د میوو څخه هم ډیر عاید لاس ته راوړي،
د مثال په ډول تیر ۲۰۱۳ کال کې یی د زڼفوزیو عاید 9,000,000 $ نه ملیونه ډالر وو، او د غرونو غوره میوه یي هم زڼغوزي دي،
د ځنگلونو د میوو تر څنگ د گیانې په ولسوالي کې مڼې ، مندتې (زردالو)، شفتالو ، بادام ، الوچې، چارمغز ، توت او انگور هم پیدا کیږي. د گیانخیلو قوم یو پښتون، غیرتي او میلماپاله قوم دی ولې بدبختانه د معارف په برخه کې ډیر ورسته پاتې دي او دښمن همیشه کوښښ کړی دی چه دغه خلک له علم څخه لرې وساتي . او اوسني دولت هم په دا دولس کاله کې د ولسوالۍ ته کومه خاصه پاملرنه نده کړې ،
څنگه مو چه مخکې ذکر کړل چه د گیانې ولسوالي د پښتونخوا د شمالي وزیرستان سره گډه پوله لري نو خلک یی هم پښتونخوا ته زیات تگ راتگ کوی او د ورځنیو ضرورتونو یو شمیر توکي له پښتونخوا څخه واردوي ، د گیانې ولسوالۍ خلک قومي جوړښت لري او دا قوم په خپل منځ کې ۹ خیلونه لري.
سرچينې
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ذکر کېدنه: Geographic Names Server. خپرېدو نېټه: ۱۱ جون ۲۰۱۸. ځايي مالوماتو پېژند: 10537706.
- ↑ http://www.mrrd-nabdp.org/Provincial%20Profiles/Paktika%20PDP%20Provincial%20profile.pdf
د پکتيکا ولسوالۍ |
|
---|---|
اورگون • اومنا • برمل • تېروه • جاني خېل • ډيله • زرغون ښار • زېړوک • سرحوزه • سروبي • ښرنه • گومل • گيان • مټه خان • نېکه • وازه خوا • ور مامی • يحياخېل • يوسف خېل |
|